د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون
بين د مارچ په ۲۹مه نېټه په يوې مطبوعاتي غوندې کې د افغانستان په اړه د چين،
امريکې او روسيې د سلامشورې چوکاټي غونډې په هکله مالومات ورکړل.
نوموړي وويل،
چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درېيمه غونډه به د مارچ
په ۳۰مه او ۳۱مه نېټه د چين د آن هوی ولايت د هوانګ شان ښار په تون شي سيمه کې
ترسره شي او د دې غونډې په څنډې کې به د افغانستان په اړه د چين، امريکې او روسيې د
سلامشورې چوکاټي غونډه هم تر سره شي او د افغانستان د چارو په اړه د چين د بهرنيو
چارو وزارت ځانګړی استازی يوې شياو يونګ به د دغې غونډې مشري وکړي.
د امريکا،
روسيې او پاکستان ځانګړي استازي به په دغې غونډې کې ګډون ولري او د چين بهرنيو چارو
وزير وانګ يې به له دوی سره ليدنه وکړي.
وانګ ون بين زياته کړه، چې چين، امريکا،
روسيه او پاکستان د افغانستان پر مسئلې مهم اغېز لري او هيله يې وښوده، چې دغه
غونډه به د بېلا بېلو خواوو د ګډو نظريو د هڅونې او د افغانستان د سولې او بیارغونې
په اړه نړيوال او سيمه ييز ملاتړ خپل کړي.
(خبرياله: شکريه)