امنيت شورا د اوکراين د بشري مسئلې په اړه بحث کړی
CMG2022/03/30 15:13:09
شريکول:

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د مارچ په ۲۹مه نېټه د اوکراين د بشري مسئلې په باب بحث کړی دی.

 په م.م کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ په دغه بحث کې ويلي، چې د اوکراين کړکيچ لاهم روان دی، خو هلته باید د ملکيانو ژوند، امنيت او بشري اړتياوې تضمين شي. نوموړي د جګړې پر ښکيلو خواوو غږ کړی، چې نړيوال بشري قوانين مراعات کړي او تر خپلې وسې پورې دې هڅې وکړي، چې د ملکيانو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي او د ملکي تأسيساتو امنيت دې خوندي او له اوکراين څخه د عامو وګړو د وتلو او د بشري مرستو د برابرولو لپاره دې خوندي لاره جوړه کړي او د غلودانو، څښاک اوبو او درملو په شمول د ژوند د اړتيا وړ توکو ورلېږلو ته دې مناسبه فضا رامنځته کړي.

نوموړي د جګړې پر ښکېلو خواوو دا غږ هم وکړ، چې په جګړه کې د ښځو او ماشومانو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د دوی حقونه دې وساتي.

چين د م.م د بشري همغږۍ د دفتر او د غلودانو د نړيوال پروګرام له هغو کړنو ملاتړ کوي، چې په بې طرفې او عادلانې رويې سره جګړې ځپلو خلکو ته بېړنۍ بشري مرستې برابروي او د بشري اړتياوو د پوره کولو لپاره له اوکراين او شاوخواوو هېوادونو سره مرستې کوي.

 

(غاټول)