د روسيې او فرانسې ولسمشرانو د اوکراين د وضعيت په اړه ټليفوني‌ خبرې کړي
CMG2022/03/30 15:13:34
شريکول:

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د مارچ په ۲۹مه نېټه د فرانسې له ولسمشر ايمانويل مکرون سره ټليفوني خبرې کړي او د اوکراين د وضعيت په اړه يې ورسره د نظريو تبادله کړې ده.

دواړو سيالانو د ترکيې په استانبول کې د روسيې او اوکراين ترمنځ د مذاکراتو په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

کريملين پر خپلې وېبپاڼې خبر ورکړی، چې ولسمشر پوتين له خپل فرانسوي سیال ايمانويل مکرون سره پر بشري مسئلو او د عامو وګړيو پر خونديتوب هم غږيدلی او د روسيې د پوځي تدبیرونو په اړه یې مالومات ورکړي دي.

 پوتين پرېکړه کړې، چې اروپايي ټولنې او نورو هيوادونو ته به ګاز ورکوي، خو سوداګریزې معاملې به په روبل ورسره کوي.

دواړه مشران په دغو تليفوني خبرو کې پر همدې موضوع هم خبرې کړي او ويلي يې دي، چې په دې اړه به خپلمنځي تماس ته دوام ورکړي.

د فرانسې ولسمشرۍ دفتر ويلي، چې امانويل مکرون په يادو ټليفوني خبرو کې خپل روسي سیال ولاديمير پوتين ته وړانديز کړی،‌ چې د اوکراين د جنوب ختيځ بندري ښار ماريوپول څخه عام وګړي وباسي، خو روسیې غوڅ ځواب نه دی ورکړی او ويلي يې دي، چې پر يادې موضوع به غور وکړي.