د اوکراين په بېولوژيکي لابراتوارونو کې د امريکا چارې بايد وڅيړل شي
CMG2022/03/30 15:25:50
شريکول:

د روسيې دفاع وزارت په دې وروستيو کې اعلان کړی، چې امريکا د اوکراين له بېولوژيکي لابراتوارونو څخه په پټه توګه د ويروسونو خپرولو هڅې کړې دي.

په عراق کې د ملګرو ملتونو د وسلو پخواني استازي او د امريکا د سمندري ځواکونو د ځمکنۍ ډلې پخواني غړي سکوټ په دې اړه ويلي، چې د اوکراين په لابراتوارونو کې دې د امريکا کارونه په کلکه وڅيړل شي او په دې سره به ټولو ته دا ثابته شي، چې ایا امريکا د بيولوژيکو وسلو د ممنوعيت تړون پلی کړی او که مات کړی یې دی؟. 

د مالوماتو له مخې، امريکا په اوکراين کې ۲۶ بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي دي.

ښاغلي سکوټ په دې اړه بې خبري وښوده، چې امريکا په اوکراين کې ولې دومره زيات بيولوژيکي لابراتوارونه جوړ کړي او هغه پروژې، چې روسیه یې ادعا لري، ولی هلته شتون لري.

نوموړي زياته کړې، چې امريکا باید په دې اړه څرګند بیان ورکړي.