د روسيې مرکچي پلاوي له اوکراين سره د نوي پړاو خبرې ارزښتناکې بللي
CMG2022/03/30 10:18:41
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې او اوکراين مرکچي پلاويو د مارچ په ۲۹مه نېټه د ترکيې په استانبول کې ۳ ساعته مستقيمې خبرې اترې کړې دي.

د ترکيې بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو د روسيې او اوکراين د مرکچي پلاويو له يادو خبرو وروسته خبري رسنيو ته ويلي، چې دواړو خواوو په نوي پړاو خبرو اترو کې پرمختګونه کړي او د څو مسئلو په اړه موافقې ته رسېدلې دي.
د ترکيې ملي ټليويزيون خبر ورکړی، چې د روسيې مرکچي پلاوي يادې خبرې ارزښتناکې بللي او د څو مادو په اړه موافقې ته رسېدلې دي او د دواړو هېوادونو بهرنيو چارو وزارتونه به د دغو مادو په اړه لا ژورې څېړنې وکړي.

د روسيې او اوکراين د مرکچي پلاويو ترمنځ د نوي پړاو خبرې اترې د مارچ په ۲۹مه نېټه د ترکيې په استانبول کې پای ته ورسېدې.
(خبرياله: شکريه)