په ګردې نړۍ کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۴۸۱ ميليونه، ۷۵۶ زره او ۶۷۱ ته رسېدلی
CMG2022/03/30 10:17:26
شريکول:

روغتیا نړيوال سازمان د مارچ په ۲۹مه نېټه د تازه شمېرو په خپرولو سره خبر ورکړی، چې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د مازديګر تر ۶ بجو او ۱۰ د قيقو پورې، په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر د ۲۸مې نېټې په نسبت يو ميليون ۳۴۲ زره او ۲۳۱ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۸۱ ميليونه، ۷۵۶ زره او ۶۷۱ ته رسېدلی دی.
خبر وايي، چې په همدې مودې کې د دې وبا له امله ۲۸۴۱ کسان مړه شوي او د مړينې عمومي شمېر ۶ ميليونو، ۱۲۷ زرو او ۹۸۱ ته رسېدلی دی.
(خبرياله: شکريه)