وانګ يي د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي پاليسۍ له لوړپوړي استازي جوزف بورل سره انلاين خبرې وکړې
CMG2022/03/30 10:40:33
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۲۹مه نېټه د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو او امنيتي پاليسۍ له لوړپوړي استازي جوزف بورل سره انلاين لېدنه کړې او په يو لړ مسئلو ورسره غږيدلی دی.
وانګ يي په خپلو خبرو کې ويلي، چې چين او اروپا دې د څو قطبي نړۍ د جوړېدو په بهير کې د دوو عمده قوتونو په حيث يو له بل سره ستراتېژيک تګ راتګ روان وساتي، متقابل تفاهم دې ژور او د همکاريو ګډې مفکورې دې زياتې کړي، د نړيوالو ننګونو پر وړاندې دې ګډه مبارزه وکړي، د دواړو هيوادونو د لوړ پوړو چارواکو تر منځ ليدنې لپاره دې مقدماتي چارې بشپړې کړي او د نړيوالو همکاريو او پرمختګ په برخه کې دې مثبت رول ولوبوي.

بورېل په خپلو خبرو کې ويلي، چې د اروپا او چين تر منځ اړيکې له ځينو ستونزو سره مخ دي، خو اروپا د خپلمنځي اړيکو د ټينګېدو او ښه والي لپاره کوښښونه کوي.
نوموړي ويلي، چې اروپايي ټولنه د يو چين د پېژندنې پر اصل او پاليسۍ ټينګار کوي او ټول غړي هېوادونه به دغه اصل وساتي.
(خبرياله: شکريه)