شي جين پينګ د هر کال په پسرلي کې د نيالګيو کېنولو ملي کمپاين کې برخه اخلي
CMG2022/03/31 18:09:38
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د مارچ په ۳۰مه نېټه د بېجينګ د دا شينګ ناحيې د هوانګ څون علاقه دارۍ کې د نيالګيو کېنولو ملي کمپاين کې برخه واخيسته.نوموړي په خپل لاس نيالګي کېنول او هر نيالګې ته يې اوبه ورکړې.

شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس راهيسې د مسلسلو لسو کلونو په پسرلي کې له خلکو سره يو ځای د نيالګيو په ملي کمپاين کې برخه اخلي.