د چین او روسيې اړیکې په دې نړېوال امتحاني پړاو کي نوري هم پیاوړي کیږي
CMG2022/03/31 14:24:05
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ پر ۳۰مه نېټه د روسیې له بهرنيو چارو وزير سیرګي لاوروف سره ، چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په درېيمه غونډه کې د ګډون لپاره چين ته راغلی، خبرې اترې وکړې.

وانګ يي وويل، چې د چين او روسیې اړيکې د نړيوالو بدلونونو په نوی امتحان کې دی او پر سمې لورې روانې دې او د ټينګ پرمختګ په حال کې دی. دواړه خواوې د ذات البيني اړيکو پر ټينګښت ټينګار کوي او په بېلا بېلو ساحو کې د خپلمنځي همکاريو پر هڅونې باور لري. چين غواړي له روسیې سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډو پيژندنو پر لارښوونه په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو د اړيکو پرمختګ ته وده ورکړي.

سيرګي لاوروف ويلي، چې د نړيوالو حالاتو د بدلون په کليدي وخت کې د روسیې او چين مشرانو تل ستراتيژيک تماسونه ساتلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ثابت پرمختګ او د نړۍ د څو قطبيز کېدو لپاره يې مهم رول لوبولی دی. روسيه غواړي له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډې نظريې تطبيق کړي، په بېلا بېلو ساحو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. دواړه هېوادونه به په نړيوال او څواړخيز ډګر کې د څو قطبيز کيدو بهير هڅونه وکړي، له تسلط غوښتنې او باداري سياست سره مخالفت کوي، د ملګرو ملتونو د منشور او اصولو ساتنه وکړي.

سیرګي لاوروف د روسیې او اوکراين تر منځ د خبرو اترو د حالت په هکله معلومات ورکړل او ويې ويل، چې روسیه د اوکراين کړکيچ د ارامولو لپاره هڅې کوي او له اوکراين سره به خبرې اترې دوام ولري او له نړيوالې ټولنې سره به همغږۍ وساتي.