د تونس ولسمشر پارلمان منحل اعلان کړ
CMG2022/03/31 11:31:07
شريکول:

د تونس ولسمشر قيس سعيد د مارچ په ۳۰مه نېټه د دغه هيواد پارلمان منحل اعلان کړی دی.

نوموړي پر ملي ټليويزيون ملت ته په وينا کې ياد اعلان کړی او ادعا يې کړې، چې د تونیس ځينو لوړ پوړو کسانو غوښتل، چې پر هغه کودتا وکړي او له واکه یې لري.

قیس سعيد ويلي، چې هغه ته تر هر څه هيواد او خلک مهم دي او غواړي خوندي يې وساتي.

د تونس د پارلمان څه باندې ۱۰۰ غړو د مارچ په ۳۰مه نېټه په يوې انلاين غونډې کې رايګيري ترسره کړې او د ولسمشر قیس سعيد ياده پرېکړه يې بې ځایه بللې او د هغه حکم يې رد کړی دی.

د تونس ولسمشر قیس سعيد د تېر کال په جون کې اعلان کړی و، چې د هيواد د اساسي قانون د اړوندو مادو له مخې به د پارلمان د فعاليتونو د ځنډولو، د ټولو غړو د ځانګړو حقونو د لغوه کولو په شمول يو لړ بيړني تدبيرونه ونيسي.