راځئ! د راتلونکي نسل لپاره ښکلې او سمسوره نړۍ اباده کړو
CMG2022/03/31 18:52:28
شريکول:

چينايان په پسرلي کې معمولاً په کرکيلې او د نيالګيو په کېنولو بوخت وي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين د کمونېست ګوند له ۱۸ مې ملي کانګريس راهيسې په هر پسرلي کې د نيالګيو کېنولو په ملي کمپاین کې ګډون کوي. نوموړي نن يعنې د مارچ په ۳۱ مه نېټه يو ځل بيا په بېجينګ کې د نيالګيو کېنولو په فعاليت کې ګډون وکړ.

نوموړي تېر کال په بېجينګ کې د نيالګيو کېنولو په ټولنيز فعاليت کې د ګډون پرمهال وويل، چې موږ باید د هر کال په پسرلي کې د نيالګو کېنولو په کمپاین کې بايد برخه واخلو، هر وګړی باید د نيالګيو کېنولو او د چاپيريال ساتنې نظريه دود کړي، څو په ټولنې کې دغه دود ښه وده ومومي او د انسانانو او طبيعت تر منځ د ګډې هوساينې ښکلی کور اباد شي.

نوموړي وويل، چې د ايکولوژيکي تمدن سمسورتيا په نوې زمانه کې د چين د ځانګړي سوسياليزم د ابادۍ يوه مهمه نښه او د پرمختګ د نوې مفکورې او د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ ضروري غوښتنه ده او هم د ښه ژوند لپاره د خلکو ګډه نظريه او اواز دی.

نوموړي د چين د پلازمينې بېجينګ په های ديان، چاو يانګ، دا شينګ او ځينو نورو سيمو کې ډېر نیالګي کينولي دي او ځينې يې اوس ډېر لوی شوي دي.

هغه د ۲۰۲۰ م کال د نيالګيو کېنولو د کمپاين پر مهال وویل، چې د چين د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتنې کارونه باید پياوړي او په ښارونو او کليوالو سيمو کې باید د نباتاتو د کېنولو لپاره پراخ ځايونه وټاکل شي.

چينايان د رئيس شي جين پينګ د يادو لارښوونو په اساس هر کال د نيالګيو کېنولو کمپاين کې برخه اخلي او خپلو سيمو کې نيالګي کينوي.

 د مالوماتو له مخې، د ۱۹۸۱م کال د ډسمبر په ۱۳مه نېټه، د چين د ۵م ملي ولسي کانګريس په ۴مه عمومي غونډه کې د نيالګيو کېنولو پرېکړه ليک تصويب شو او پکې ويل شوي، چې د هيواد هر وګړی بايد د چاپېريال ساتنې لپاره نيالګي کېنوي.

چينايانو له هغه وخت راهيسې یعنې په تېرو۴۰ کلونو کې له ۷۸ ميليارډو څخه ډېر نيالګي کينولي او وطن يې پرې سمسور او ښېرازه کړی دی.

د نيالګيو کينول او د ونو روزل د چينايانو ښه دود دی.

شي جين پينګ په ۲۰۱۹م کال کې د نيالګيو د کينولو پر مهال په خپلې وينا کې پر دې ټينګار وکړ، چې ټول هيوادوال بايد نيالګي کينوي او ونې دې وساتي او په دې برخه کې دې د چيني ملت د ښو دودونو ښکارندويي وکړي او په ټول هېواد کې باید په لويه پيمانه د محيط د سمسورتيا لپاره اغېزناک تدبيرونه ونيسي.

د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګريس راهيسې، په دغه هېواد کې د ځنګلونو پيمانه پراخه شوې او کيفيت يې هم لوړ شوی دی.

د مالوماتو له مخې، په چين کې د نيالګيو او چمنونو د کېنولو پيمانه ۷۸۲ زرو کيلومترو مربع ته رسېدلې، چې پکې د ځنګلونو پيمانه ۶۴۰ زره کيلومتره مربع ښودل شوې او د دې هېواد ۲۳.۴ سلنه خاوره پرې پوښل شوې ده.

د چين د چاپيريال زرغونېدو چارو چټک پرمختګ موندلی او د ايکولوژيکي امنيت د خونديتوب، د خلکو د ګټو د زياتولو او د زرغون پرمختګ لپاره يې کلک بنسټ جوړ کړی دی. په عين وخت کې چين د نړۍ د ځنګلونو د پراخولو او د ځمکې د صحرايي کېدو د مخنيوي او د ايکولوژيکي چارو د نړيوالې ادارې د پياوړتيا لپاره هم فعال خدمتونه کړي دي.

په افغانستان کې هم د نيالګيو کينولو دود شته.

په دې هيله، چې نړۍ نوره هم ښکلې او په زړه پورې شي او افغانان هم پکې ښکلی او روښانه ژوند ولري.