په چين کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزيرانو ۳مه غونډه تر سره شوه
CMG2022/03/31 14:58:13
شريکول:

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزيرانو ۳مه غونډه د مارچ د ۳۱مې نېټې په سهار د چين د آن هوی ولايت د هوانګ شان ښار په تون شي سيمه کې تر سره شوه.
د چين بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دغې غونډې مشري وکړه.
په دغې غونډې کې د پاکستان، ايران، روسيې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان بهرنيو چارو وزيرانو او استازو ګډون کړی و او د افغانستان د سولې او ثبات او له افغانانو د ملاتړ په اړه يې د نظريو ژورې تبادلې وکړې.
(خبرياله: شکريه )