د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۳۰مه نېټه وويل، چې د چين صدراعظم لي که چيانګ به د اپريل په لومړۍ نېټه د اروپایي شورا له رئیس چارليس ميشل او د اروپايي ټولنې د کمېسيون له رئيسې يورسولا ون دير لين سره په انلاين توګه د چين او اروپايي ټولنې ۲۳مه سرمشريزه غونډه تر سره کړي.
د معلوماتو له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به هم د يادې غونډې پر مهال د اروپايي ټولنې له مشرانو سره انلاين ليدنه وکړي.
وانګ ون بين وويل، چې د چين او اروپايي ټولنې تېرې ۲۲ سرمشريزې غونډې په بریاليتوب تر سره شوي او د دواړو خواوو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ او همکاريو لپاره پکې ډېرې مهمې لارښوونې شوې دي.