وانګ يي د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو د غونډې مشري وکړه
CMG2022/03/31 15:08:25
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ  يي د ۲۰۲۲م کال د مارچ په  ۳۰مه نېټه د آن هوی ولايت د هوانګ  شان ښار په تون شي سيمه کې د پاکستان  له  بهرنيو چارو وزير شاه  محمود قريشي او د افغانستان له بهرنيو چارو سرپرست وزیر امير خان متقي سره وکتل او درې اړخيزې غونډې مشري يې  وکړه.

وانګ يي په دې غونډې  کې وويل، چې چين، افغانستان او پاکستان دوستان  او ګانډي هېوادونه دي او  ورته تاريخي تجربې لري او د ملي خپلواکۍ او ازادۍ کې يې تل له یو بل څخه ملاتړ کړی  دی.

نوموړي وويل، چې چين او پاکستان د افغانستان د حالاتو  د سياسي بدلون په درشل کې د  برابرۍ او درناوي پر بنسټ له افغان لنډمهالي حکومت سره ډيالوګونه ترسره کړي  او افغانستان ته يې بيړنۍ بشري مرستې  برابرې کړي او د افغانستان د  ګاونډيو هېوادونو د سلامشورې  چوکاټ يې جوړ کړی دی. د دې تر  څنګ، دواړو خواوو له افغان لنډ مهالي حکومت غوښتي، چې ټولشموله او سالم  اقدامات غوره کړي او پر افغانستان  د امريکا د يو اړخيزو بنديزونو د لغوه کولو غوښتنه يې کړې او د افغانستان د سولې او بيارغونې لپاره يې له نړيوالې ټولنې د  مرستې غوښتنه هم کړې ده.  

وانګ يي وويل، چې چين، افغانستان او پاکستان دې په اوسني  مهال کې د درېيو هېوادونو همکاريز ميکانيزم بيا پيل  کړي او د متقابل اعتماد،  سلامشورو او ګډو ګټو  اصولو سره سم دې د سياست، پرمختګ  او خونديتوب په برخه کې متقابلې  همکارۍ پرمخ يوسي.

درې واړه هېوادونه دې ګاونډي هېوادونه د دوستانو او ملګرو په توګه وبولي، يو د بل مرکزي ګټې دې له نژدې وڅاري، ګډې ګټې دې وساتي، خلکو ته د  ګټو رسولو موخه دې پوره  او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ پلان دې پلی کړي، افغانستان ته دې د چين او پاکستان اقتصادي دهليز وغځوي، په سيمه ييزو چارو کې دې افغانستان ګډون ته  وهڅوي، د دوامدار خونديتوب د ساتنې پر اساس د ترهګرۍ او  تندلارۍ مخه دې ونيسي او د سيمې د  دايمي سولې او ارامۍ لپاره دې ګډ  کوښښونه  وکړي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شامحود قريشي وويل، چې يو  سوله ييز، ثابت او سمسور افغانستان به ګاونډيو هېوادونو ته ډېرې ګټې ورسوي.  پاکستان د افغانستان ملاتړ کوي،  چې له نورو هېوادونو سره اړيکې  پياوړې کړي او د نړيوالې ټولنې  غوښتنو او پاملرنو ته مثبت ځواب  ووايي.

نوموړي وويل، چې پاکستان  به د افغانانو د ژوند د ښه والي او د دغه هېواد د  پرمختګ لپاره د لا زيات تفاهم او ملاتړ د راجلبولو  لپاره پر له پسې کوښښونه وکړي.  

هغه زياته کړه، چې پاکستان هر وخت پر دې ټينګار  کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ  باید سمدلاسه ازادې  او دغه هېواد ته بېرته وسپارل  شي.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امیر خان  متقي په خپلو خبرو کې وويل، چې  د افغانستان د لنډ مهالي حکومت تر  هر څه وړاندې د هېواد  ثبات، اقتصادي پرمختګ او د خلکو ژوند ښه والي ته لومړیتوب ورکوي، حکومت يې د افغان ښځو او  ماشومانو ګټو د ساتنې، په تېره بيا د نجونو تعليمي مسئلې ته د نړيوالې ټولنې  پاملرنې سره تقاهم ښيي او په دې برخه کې به مثبتو اقداماتو ته  ادامه ورکړي.

نوموړي ادعا وکړه، چې د افغانستان لنډ مهالي حکومت د نجونو د ښوونځيو دروازې نه  دي بندې کړي او تر دې دمه يې ۶۰ سلنه  ښوونځي پرانستلي دي.  

نوموړي وويل، چې حکومت يې  يو ځل بيا له چين، پاکستان او ټولې نړۍ سره جدي ژمنه کوي، چې  د افغانستان خاوره به د نورو پر ضد ونه کارول شي او هیڅ  ترهګرې ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان له خاورې پر نورو هيوادونو  بريدونه وکړي او یا زیانونه ورته  ورسوي.

هغه زياته کړه، چې  افغانستان د هېواد د بیا اعادې او انکشاف په برخې  کې د چين او پاکستان له ګټور ملاتړ څخه مننه  کوي او هيله يې وښوده، چې د دوی پر اوږد مهالو  مرستو تکيه وکړي.  

افغانستان غواړي چې د درېيو هېوادونو تر منځ همکارۍ  پياوړې او د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې  فعال ګډون  وکړي.

(خبرياله:  شکريه)