د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مارچ په ۳۱مه نېټه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو
د بهرنيو چارو وزيرانو درېيمې غونډې ته کتبي وينا کړې ده..
نوموړي ويلي، چې
افغانستان د ګډون کوونکو هېوادونو ګډ دوستانه ګاونډی هېواد دی، چې د غرونو په واسطه
نښتي او ګډ برخليک لري.
په افغانستان کې جنګي حالت پای موندلی او اوس ابادۍ ته
ډېره اړتيا لري او د ثبات پر لور د تګ کليدي پړاو ته رسیدلی دی.
يو سوله ييز،
ثابت، انکشافی او سمسور افغانستان د ټولو افغانانو ګډه هيله ده او هم د سيمه ييزو
هېوادونو او نړيوالې ټولنې له ګډو ګټو سره سمون لري.
شي جين پينګ پر دې ټينګار
کړی، چې چين د افغانستان ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خاورو تماميت ته درناوی کوي او د
دغه هېواد سوله ييز او سالم پرمختګ لپاره کوښښونه کوي.
د افغانستان د ګاونډيو
هېوادونو د همغږۍ او همکارۍ ميکانيزم د دغه هيواد د وضعيت د ښه کېدو لپاره ارزښتناک
رول لوبولی دی.
نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دې تر وسې
پورې خپلمنځي همغږۍ او همکارۍ پياوړې کړي او د افغانانو د ښې آيندې لپاره دې لاره
هواره کړي.
(خبرياله: شکريه)