د افغانستان مسئلې په هکله د”چين، امريکا او روسیې + “د سلامشورو ميکانيزم غونډه تر سره شوه
CMG2022/03/31 15:49:34
شريکول:

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د درېيمې غونډې په څنډه کې د افغانستان مسئلې په هکله د “چين، امريکا او روسیې +“د سلامشورو ميکانيزم غونډه د مارچ په ۳۱مه نېټه د ان هوې ولايت په تون شي کې تر سره شوه. بېلا بېلو خواوو د افغانستان د بيا رغونې په شمول د  ځينو مسئلو په  هکله هراړخیز بحثونه کړي دي.

د افغانستان د چارو په اړه د چين بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي يوی شياو يونګ د دغې غونډې مشري کوله او د افغانستان مسئلې په هکله د امريکا، روسیې او پاکستان ځانګړو استازو په کې ګډون وکړ.

دغه غونډه به د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د درېيمې غونډې پر بنسټ د افغانستان مسئلې په هکله د بېلا بېلو خواوو ګډې نظريې راغونډې کړي او په افغانستان کې د سولې، ثبات او پرمختګ د ژر رامنځته کېدو لپاره به له دغه هېواد سره مرستې وکړي.