د روسيې او اوکراین خبرو اترو د سولې څرګندې نښې ورکړي
CMG2022/03/31 14:41:37
شريکول:

 

د روسيې او اوکراين ترمنځ د خبرو اترو پنځم پړاو په ځايي وخت د مارچ په ۲۹ نېټه د ترکيې په استانبول ښار کې پای ته ورسېد. د ترکیې بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو د روسیې او اوکريان د خبرو اترو دغه پړاو بې ساری اغېزمن بللی دی. راپورونه وايي، چې دغو خبرو اترو ښې لاسته راوړنې درلودې.

دواړو مرکچي پلاويو منلې، چې اوکراین به دایمي بې طرفه دريځ ساتي او په کوم پوځي اتحاد کې به نه شاملېږي او روسیه به په اروپايي ټولنه کې د اوکراین له غړیتوب سره مخالفت نه کوي او له اوکراین سره به د شخړې د هواري لپاره اقدامات تر سره کوي.

د دواړو لورو د خبرو اترو په ۵ پړاونو کې د دغو بریالیتوبونو تر لاسه کول یو ستونزمن بهیر و او ترې ښکاري چې دواړه خواوې د شخړې د پای ته رسولو ګډ نیت لري او دا د نړیوالې ټولنې د کوښښونو نتیجه ده، چې دواړه لوري يوه سوله ييز حل ته ورسیږي.

د دغه خبر په خپرېدو سره د اروپا او امریکا د سټاک لوی شاخصونه هم پورته شوي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې نړیواله ټولنه د روسيې او اوکراین د وضعیت پر ښه کیدو خوشحاله ده، خو امريکې چې د اوکراین په کړکیچ کې يې لمسوونکی رول لوبولی، بې پروايي او حتی ناخوښي ښودلې ده.

د امریکا د مالیې مرستیال وزیر والي اديمو په همدغه ورځ ویلي، چې امریکا او ملګري یې پلان لري، چې د روسیې د اقتصاد پر ډېرو مهمو برخو نوي بندیزونه ولګوي، څو د جنګي ماشینونو د استعمال په اړه د کرملین ماڼۍ توان کمزوری شي او ښايي د روسیې د عرضې پر ځنځیر هم بندیزونه ولګوي.

د امریکا د مالیې پخواني مرستیال وزیر پاول کریګ وړاندوینه کړې وه، که روسیه او اوکراین د سولې هوکړې ته هم ورسېږي، خو امریکا به پر روسیې زیانمن تدبیرونه ونیسي.  

امریکا پر روسیې د بندیزونو د زیاتولو تر څنګ اوکراین ته "چاقو په لاس" ورکړ او ګام ته يې مجبور کړی دی. د امريکا ولسمشر جو بایډن د روسيې او اوکراين د خبرو اترو په همدې ورځ د بريتانيې، جرمني، فرانسې او ايټاليې په شمول د ځينو هېوادونو له مشرانو سره ټيلېفوني خبرې کړي او پرېکړه يې کړې، چې اوکراین ته به لا زیاتې وسلې ولیږدوي.

د امريکې ياده کړنه د دې ښکارندويي کوي، چې دغه هيواد نه غواړي، چې  روسیه له اوکراین سره د سولې تړون ته ورسېږي، بلکې دا نیت لري، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ روانه شخړه وغځوي او په دې سره به خپله دایمي سیاله روسیه زیانمنه کړي او  پر اروپا به يې کنټرول نور هم پياوړی شي.

 امریکا جنګې ماشين دی او تسلط او زورواکي غواړي، هغې د خپلو موخو او ګټو لپاره د اروپايي ملګرو په شمول د نورو هېوادونو ګټې هم له پامه بلکې شا ته يې غورځولي دي.

اروپايان هم پوی شوي او اوس یې خپل غږونه پورته کړي دي. د اروپا د پالیسۍ مرکز، د نړیوالو چارو شاهي انسټیټیوټ، د اروپا لپاره د کارنیګي مرکز په ګډون ځينو فکري مرکزونو په جلا جلا توګه د مقالو په خپرولو سره دې ته اشاره کړې، چې بندیزونه د جګړې د پای ته رسولو او د اروپا د امنیت د ټینګښت لاره نه ده. د اروپا امنیتي مقررات باید د اروپایانو لخوا اداره شي او دا چارې له روسيې پرته نه شي ترسره کېدای.

هر هيواد بايد په اوسنۍ کليدي موده کې د روسيې او اوکراین له خبرو اترو څخه ملاتړ وکړي او پر وړاندې يې بايد خنډونه او ستونزې راپورته نه کړي.

د روسیې او اوکرایین د سولې په خبرو کې د امریکا تخریب بیا دا تائیدوي، چې دغه هيواد د نړۍ سولې او امنیت ته تر ټولو لوی ګواښ دی.