د جرمني فيدرالي حکومت د مارچ په ۳۰مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي، چې د دې هېواد صدراعظم اولاف سچولز په همدې ورځ د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ټليفوني خبرې کړې دي. سچولز د ګاز د سوداګریزۍ د حساب په اړه د روسيې طرحه رد کړې او له دغه هېواد څخه يې غوښتي، چې کتبي اسناد برابر کړي څو د سوداګریزې معاملې د حساب پروسه يې په دقيق ډول روښانه شي.
په ياده اعلاميه کې راغلي، چې روسیه غواړي د اپريل له لومړۍ نېټې څخه د ګاز سوداګریزې معاملې په روبل تر سره کړي، خو اروپا کولی شي چې په دوامدار ډول د روسيې د ګاز صنعتي بانک ته يورو ورکړي او بانک به يورو په روبل حساب کړي.