د عربي متحده اماراتو چارواکو د شينجيانګ پرمختګ وستایه
CMG2022/03/31 11:20:28
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې په عربي متحده اماراتو کې د مارچ په ۲۹مه نېټه د ((شينجيانګ يو ښه ځای دی)) په نوم د انلاين سيمينار فرعي غونډه تر سره شوه.
د عربي متحده اماراتو دوو چارواکو د شينجيانګ انکشافي برياليتوبونه ستايلي دي..
دوی پخوا شينجيانګ ته هم سفر کړی او هلته يې د دې سيمې پرمختګونه له نږدې کتلي دي.
د زورزياتۍ او تندلارۍ ضد نړيوال مرکز رئيس علي نوايمي ياد سمينار ته ويلي، چې هغه له شينجيانګ څخه ليدنه کړې او هلته يې د ترهګرۍ او تندلارۍ د له منځه وړلو په اړه خپلې نظريې وړاندې کړي او زياترو وړانديزونو يې د شینجيانګ حکومت له اقداماتو سره سمون درلوده.
نوموړي خوښي وښوده، چې شينجيانګ په دې وروستيو کلونو کې د خلکو ژوند د ښه والي لپاره مسلسل اقدامات غوره کړي او د بېلا بېلو قومونو خلک يې متحد ساتلي او د دوی ترمنځ يې يووالی ټينګ کړی دی.
په چين کې د عربي متحده اماراتو لوی سفير علي دهيري په ۲۰۱۹م کال کې له شينجيانګ څخه ليدنه کړې او ياد سمينار ته يې ويلي، چې هغه په شينجيانګ کې رنګارنګ کولتورونه او ټولنيزه تنوع کتلې او په دې برخه کې يې د شينجيانګ د حکومت چارې ستایلي دي.
نوموړي ويلي، چې شینجيانګ کې مسلمانان د چين له قوانينو سره سم پوره مذهبي ازادي لري، د تعليم او اقتصادي پرمختګ کې ښې لاسته راوړنې لري او د شينجيانګ د حکومت چارو د تندلارۍ په ګډون ټولنيزو ستونزو د لېرې کولو په برخه کې ښه رول لوبولی دی.
علي دهيري وويل، چې عربي متحده امارات د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ضد د هر ډول مبارزې او د شينجيانګ د ټولنې د ثابت پرمختګ ملاتړ کوي.
(خبریاله: شکريه)