چين د جنوبي سوډان د جنګ پر ښکېلو خواوو د سولې او د اوسنيو حالاتو د سختېدو د مخنيوي غږ وکړ
CMG2022/03/31 10:21:08
شريکول:

د جنوبي سوډان په ځينو سيمو کې کشالو او تاوتريخوالي زور اخیستی او امنيتي حالات يې پېچلي شوي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د مارچ په ۳۰مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د جنوبي سوډان د شخړو پر ښکېلو خواوو غږ کړی، چې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي او د اوسنيو حالاتو د سختېدو مخه دې ونيسي.
نوموړي وويل، چې له ۲۰۲۰م کال راهيسې، د جنوبي سوډان په سوله ييز بهير کې مهم برياليتوبونه رامنځته شوي، چې دا نه يوازې د دغه هېواد د خلکو له اصلي ګټو سره سمون لري، بلکې د سيمې سولې او ثبات لپاره هم ګټور دي.
وانګ ون بين د جنوبي سوډان پر ټولو خواوو غږ کړی، چې یاد برياليتونه وساتي او د هيواد ښېرازۍ لپاره دې لاس په کار شي.
چين د جنوبي سوډان د شخړې له ښکېلو خواوو غوښتي، چې د هېواد او خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي، تر وسې پورې دې سړه سينه وساتي، خبرو اترو او سلا مشورو ته دې ادامه ورکړي او د اوسنۍ کشالې د لا سختېدو مخه دې ونيسي.
وانګ ون بين وويل، چې چين به له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د جنوبي سوډان د سياسي انتقال بهير د پرمخبيولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په دې برخه کې به مثبت رول ولوبوي.
(خبرياله: شکريه)