د عراق ملي پارلمان د مارچ په ۳۰مه نېټه یوه غونډه تر سره کړې او د هيواد ولسمشريزې ټاکنې يې بیا لغوه اعلان کړي او مالومه نه ده، چې يادې ټاکنې به څه وخت ترسره کوي.
د پارلمان يادې غونډې نصاب نه پوره کاوه او پرېکړه يې کړې، چې ولسمشريزې ټاکنې وځنډوي.
د عراق نوي پارلمان د جنورۍ په ۹مه نېټه لومړۍ غونډه تر سره کړه او د دغه هيواد د اساسي قانوني له مخې، ملي پارلمان بايد له لومړۍ غونډې وروسته په ۳۰ ورځو کې دننه د هيواد نوی ولسمشر وټاکي.
د عراق پارلمان د فبرورۍ له ۷مې نېټې راهیسې څو ځلې د ولسمشر د ټاکلو نېټې ټاکلي، خو په يادو نېټو د پارلمان غړي نصاب نه پوره کوي او ټاکنې وځنډوي.