د پاکستان بهرنيو چارو وزير: چين د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې مهم رول لري
CMG2022/03/31 15:35:55
شريکول:

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درېيمه غونډه د مارچ د ۳۱مې نيټې په سهار د ان هوې ولايت په تون شي کې تر سره شوه. له غونډې وروسته د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمد قريشي د چين مېډيا ګروپ خبريال ته ويلی، چې دغه غونډه بريالۍ تر سره شوې او خوښې يې ښودلې، چې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو تر منځ د همغږۍ او همکارۍ ميکانيزم نور اهميت هم پيدا کړی.

نوموړي د افغانستان مسئلې په  هکله د چين د رول په  هکله ويلي، چې چين په دې برخه کې فعال او رغنده خدمتونه تر سره کړي دي. د ده په اند چين به نور مهم رول هم ولوبوي، په تېره بيا افغانستان ته د چين او پاکستان اقتصادي ډهليز د غځيدلو په همکاريو کې به د افغانستان د اقتصاد هڅونه وکړي او په دې سره به په په افغانستان کې د بنسټيزو تاسیساتو ابادي پياوړې شي.