د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون
عمومي منشي، د دولت رئيس او مرکزي پوځي کميټې مشر شي جين پينګ د اپرېل په لومړۍ
نېټې په چيو شي مجله کې په دې عنوان (( حکومت دې د کرهنيزو چارو، کليوالو سيمو او
بزګرانو مسئلو ته لومړيتوب ورکړي او ټول هيوادوال دې د کليوالو سيمو د سمسورتيا
لپاره کوښښونه وکړي)) يوه مقاله خپره کړې ده.
نوموړي په دې مقالې کې په اشارې
ويلي، چې هر کس بايد د خپلو چارو د ښه ترسره کولو ته لومړيتوب ورکړی چې يوه مهمه
دنده دا ده، چې د کورنيو کرنيزو چارو له لارې د غلودانو او خوراکي موادو عرضه پوره
کړي.
شي جين پينګ ويلي، چې موږ بايد د کورنيو کرنيزو چارو د تضمين پر بنسټ د
نړيوالو ننګونو پر وړاندې مقاومت وکړي. (خبرياله: شکريه)