وانګ يي د افغانستان او د ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزیرانو د ډیالوګ لومړۍ غونډې مشري وکړه
CMG2022/04/01 11:27:17
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د مارچ په ۳۱مه نېټه د ان هوې ولایت په تون شي سيمه کې د افغانستان او د ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزیرانو د ډيالوګ لومړۍ غونډې مشري وکړه.
په دغې غونډې کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د همکاریز میکانیزم د غړو هېوادونو خارجه وزیرانو او استازو، د افغانستان د لنډمهالي حکومت سرپرست خارجه وزیر امیر خان متقي برخه درلوده او د قطر مرستیال لومړي وزیر او خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمن او د اندونیزیا خارجه وزیرې ریتنو لیستري هم د مېلمانو په توګه پکې برخه اخيسته وه.
وزیر وانګ يي يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزیرانو د ۳مې غونډې مالومات ورکړل او پر دې يې ټينګار وکړ، چې د سيمې هېوادونه بايد نږدې همکارۍ وکړي، مقابلې دې نه کوي او له زور سره دې کلک مخالفت وکړي او خپلمنځي ګډې نظريې دې راغونډې او د افغانستان د وضعیت د ارامتیا، د خلکو ژوند د ښه والي او د اقتصادي پرمختګ لپاره دې له افغانانو سره مرستې وکړي.

امیر خان متقي وویل، چې افغانستان د بېلا بېلو خواوو مسئلو ته د پام وړ توجه کوي او هېڅ ځواک ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هيوادونو پر ضد استعمال کړي او يا له دغه هيواده دوښمنانه کړنې تر سره کړي.
افغانستان له ګاونډيو سره د دوستانه اړيکو د ټينګښت لپاره کوښښونه کوي او لنډمهالي حکومت يې د ثبات او پرمختګ تګلارې غوره کړي او غواړي چې د سيمې د اتصال او همکاريو د یو محور په توګه رول ولوبوي.
نوموړي هيله وښوده، چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان لنډمهاله حکومت په رسميت وپېژني. (هيله)