د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزيرانو ۳مه غونډه د مارچ پر ۳۱مه نېټه د چين د ان هوې ولايت د هوانګ شان ښار په تون شي سيمه کې تر سره شوه. د چين، ايران، پاکستان، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان بهرنيو چارو وزيرانو او استازو په کښې ګډون کړی و.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ دغې غونډې ته د مبارکي پيِام ليږلی او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټريس دغې غونډې ته ويډيويي وينا وکړه.
بېلا بېلو خواوو په صميمي او همغږي ډول د افغانستان د حالات او له افغانستان سره د همکاريو په اړه ژور او رغنده بحثونه تر سره کړي او د افانستان د سياست او ډيپلوماسۍ ، د افغانستان د اقتصاد د بيا رغونې او بشري مرستو،د ترهګرۍ ضد مبارزې او د امنيت ساتلو، له افغان کډوالو سره د مرستو ، د ميکانيزم د ابادي په ساحو کې یوه ګډه اعلاميه خپره کړه.