وانګ يي د افغانستان مسئلې په تړاو د لړيزو غونډو د ګډو نظريو او لاسته راوړنو په هکله معلومات ورکړل
CMG2022/04/01 15:51:22
شريکول:

د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۳۱مه نېټه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د درېيمې غونډې او د افغانستان او ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو تر منځ د ډيالوګ مشري وکړه.

نوموړی وروسته په يوې خبري ناستې کې راڅرګند شو او خبريالانو ته يې د يادو غونډو د مهمو ګډو نظريو او لاسته راوړنو په هکله معلومات ورکړل او د دوی پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

وانګ يي وويل، چې د غونډې ګډونوالو دوه سندونه خپاره کړي، چې يو يې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو درېيمې غونډې ګډه اعلاميه ده او بل يې د افغانستان له اقتصادي سمسورتيا څخه د ملاتړ او د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د تون شي د واقعي همکاريو وړانديز دی.

دغه دواړه سندونه د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د ګډ سیاسي دريځ څرګندويي کوي او دغو هيوادونو پرېکړه کړې، چې د بشري مرستو، تګ راتګ، اقتصاد او تجارت، کرهنيزو چارو، انرژيو او بريښنا توليد او د افغانستان د خپل توان د ابادۍ په شمول مهمو برخو کې به له دغه هیواد سره مرستې وکړي.

وانګ يې زياته کړې، چې د تون شي په وړانيز کې د افغانستان له سولې او بیارغونې څخه د ګاونډيو هېوادونو د ملاتړ تدبيرونه، نظريې، پيشنهادونه بیان شوي، چې د افغانستان د سولې او بیارغونې او ثابت پرمختګ لپاره به مهم رول ولوبوي.

نوموړي د دغه سند پنځه ځانګړتياوې بیان کړې.

لومړۍ: په افغانستان کې باید جيوپلوټيکې سيالۍ تر سره نه شي او واقعي همکاريو ته باید ارزښت ورکړل شي.

 دويم: څوک باید پر نورو خواوو ظلم ونه کړي او د مساواتو پر بنسټ په خپله خوښه چارې ترسره کړي.

درېيم: څوک باید تشې خبرې ونه کړي، بلکې رښتينې پايلې بايد راټولې کړي.

څلورم: ټول ګاونډيان دې سيمه ايز تګ راتګ وهڅوي.

پنځم: د سيمې هيوادونه دې يو له بل سره مقابله نه کوي، خپلې دروازې دې پرانيستې پرېږدي او د ورخلاصون او ټولشموليت نظريې دې وړاندې کړي.

 د پاکستان، ایران او روسيې په شمول د ۸ هېوادونو خارجه وزیران، د افغانستان د لنډمهالي حکومت خارجه وزیر او د افغانستان مسئلې په اړه د امریکا ځانګړی استازی په دغو غونډو کې د ګډون لپاره چین ته راغلي دي.