چين له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د سوماليا د سولې او ثبات لپاره پر له پسې هڅې وکړي
CMG2022/04/01 10:55:59
شريکول:

چين له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د سوماليا د سولې او ثبات لپاره پر له پسې هڅې وکړي

د سينهوا آژانس د خبر له مخې، امنيت شورا د مارچ په ۳۱مه نېټه په سوماليا کې د افريقايي لیګ د ځانګړې سوله ساتې ډلې د تنظيم پرېکړه ليک تصويب کړ.
په م.م کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ په خپلې توضيحي وينا کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د سومالیا د سولې او ثبات او خونديتوب لپاره پر له پسې هڅې او ملاتړ وکړي.
نوموړي وويل، چين د امنيت شورا ملاتړ کوي، چې د م.م او افريقايي ليګ په ګډ چوکاټ کې د دغه ليګ د سولې او د امنيت شورا له اطلاعيې سره سم يې سوله ساتې ډله تنظيم کړې ده.
دای بينګ هيله وښوده، چې اړوندې خواوې په دغه بهير همغږۍ پياوړې او د سوماليا له حکومت سره نږدې همکارۍ وکړي او د امنيت ساتنې په چارو کې ورسره رغنده مرسته وکړي.

(خبرياله: شکريه)