يونيسف: د کرونا وبا له امله په ۲۳ هېوادونو کې درسونه نه دي عادي شوي
CMG2022/04/01 10:50:57
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق يا يونيسف(UNICEF ) د مارچ په ۳۰مه نېټه د یو راپور په خپرولو سره ويلي، چې د کرونا وبا د منفي اغېزو له امله په ۲۳ هېوادونو کې د ښوونځيو درسونه نه دي عادي شوي.
په دغه راپور کې راغلي، چې په تېرو ۲ کلونو کې نږدې ۱۴۷ میلیونو ماشومانو دوه زره میلیارډه ساعته حضوري درسونه له لاسه ورکړي او ډېری ماشومان د ښوونځیو تر بیا خلاصېدو وروسته درسونو ته نه دي ستانه شوي.
(هیله)