د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د مارچ په ۳۱ مه نېټه د دغه هېواد د ان هوی ولايت د هوانګ شان ښار په تون شي کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزيرانو د ۳مې غونډې او د ګاونډيو هېوادونو او افغانستان د خارجه وزيرانو د لومړۍ د ډيالوګ مشرۍ وکړه.
نوموړي وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې د يادوو غونډو په اړه مالومات ورکړل او د خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
نوموړي د اوکراين مسئلې په اړه د چين د رول په اړه وويل، چې هيواد يې د اوکراين کړکېچ د هواري لپاره پنځه فقره ييز وړاندیز کړی او اوس هم پر همدې ټينګار لري.
لومړۍ: د اوکراين کړکېچ دې د ډيالوګ له لارې حل شي او چين د روسيې او اوکراين له ډيالوګ څخه ملاتړ کوي.
دوهم: د اوکراين کړکېچ د حل لپاره دې د نړيوالو اړيکو پر بنسټيزو اصولو ټينګار وشي او چين د ملګرو ملتونو د منشور د موخو او اصولو پر ساتلو ټينګار لري او د بېلا بېلو هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته بايد درناوی وشي.
دريېم: هر هيواد دې د سړې جګړې نظرونه وغورځوي او د امنيت پر ګډو، عمومي، همکاريزو او دوامدارو افکارو دې ټينګار ولري او د نړۍ يووالی دې پياوړی کړي..
څلورم: د بېلا بېلو هېوادونو قانوني حقونه باید وساتل شي او چين د بې قانونه او يو اړخيزو بنديزونو کلک مخالفت کوي.
پنځم: په اسيا او پسيفيک سيمه کې دې سوله او ثبات وساتل شي.