د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د مارچ په
۳۱مه نېټه د اوکرايني چارواکو په قول خبر ورکړی، چې روسي ځواکونه د چيرنوبيل له
اتومي برېښناکوټ څخه په وتلو بوخت دي او د دغه برېښناکوټ د کنټرول حق يې په يوه
کتبي سند کې اوکراين ته سپارلی دی.
د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د يوې اعلاميې
په خپرولو سره ويلي، چې روسي ځواکونه د چيرنوبيل له اتومي برېښناکوټ څخه وتلي او د
بلاروس په لور يې حرکت کړی دی.
اعلاميه وايي، چې، د روسيې دوه پوځې ډلې د
چيرنوبيل اتومي برېښناکوټ د کارکوونکو له استوګنځي څخه وتلې او د بېلاروس پر لور
خوځېدلې ده.
(خبرياله: شکريه)