په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۸۵ میلیونو، ۲۴۳ زرو او ۲۲ ته رسېدلی
CMG2022/04/01 11:35:53
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتیا نړیوال سازمان د مارچ په ۳۱مه نېټه یو تازه راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښين تر ۵ بجو او ۱۹ دقیقو پورې په ګردې نړۍ کې د کرونا ۱ میلیون، ۴۳۷ زره او ۲۵۷ نوې پېښې ثبت شوي او په دې سره عمومي شمېر يې ۴۸۵ میلیونو، ۲۴۳ زرو او ۲۲ ته رسېدلی دی. په همدې مودې کې د دغې وبا له امله ۳۶۸۶ تنه مړه شوي او د مړینې عمومي شمېر ۶ میلیونو، ۱۳۷ زرو او ۵۵۳ ته رسېدلی دی. (هیله)