ناټو: په اوکراين کې روسي ځواکونه د بيا ځای پر ځای کېدو په حال کې دي
CMG2022/04/01 11:10:48
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي ینس سټولتنبيرګ د مارچ په ۳۱مه نېټه ويلي، چې روسي ځواکونه په اوکراين کې د تنظيم چارې تر سره کوي او چمتوالی نيسي، چې دونباس ښار تر سختو بريدونو لاندې ونيسي.

سټولتنبيرګ په همدې ورځ د ۲۰۲۱م کلني راپور په خبري ناسته کې ويلي، چې روسيې په دې وروستيو کې اعلان کړی، چې ځواکونه به یې د کيف په شاوخوا او د اوکراين په شمالي سيمو کې پوځي عمليات کم کړي، خو دده په وينا د روسیې ځواکونه له دغو سيمو نه وځي، بلکې غواړي، خپلې چارې له سره تنظیم کړي.
نوموړي وويل، چې روسي ځواکونه غواړي د بيا ځای پر ځای کېدو راغونډېدو له لارې خپل نظامي وسایل خوندي او پر دونباس سخت بريدونه وکړي او په عين وخت کې، د اوکراين د پلازمېنې کيف په ګډون پر ځينو ښارونو د روسي ځواکونو فشارونه لا هم موجود دي او له يادو کړنو څخه يې څرګندېږي، چې ښايي روسي ځواکونه خپلو سختو بريدونو ته دوام ورکړي.
(خبرياله: شکريه)