د چين د دولتي شورا غړي او بهرنيو چارو
وزير وانګ يي د ۲۰۲۲م کال د مارچ په ۳۱مه نېټه د دغه هېواد د آن هوی ولايت د هوانګ
شان ښار په تون شي سيمه کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د خارجه وزيرانو د ۳مې
غونډې او د ګاونډيو هېوادونو او افغان لنډ مهالي حکومت د خارجه وزيرانو د لومړۍ
غونډې مشري وکړه.
نوموړی وروسته په يوې مطبوعاتي غونډه کې راڅرګند شو او د يادو
دوو غونډو په اړه يې مالومات ورکړل او د خبريالاتو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.
د
ځينو خبريالانو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا چين به د افغانستان لنډ مهالی حکومت
په رسميت وپېژني وويل؛ د چين حکومت پر دې اند دی، چې افغانستان بايد وروسته پاتې
نشي او له نړيوالې ټولنې څخه د دغه هېواد بې برخې کېدل د منلو وړ نه دي.
نوموړي
وويل، افغانان حق لري، چې سوکاله او ښه ژوند ولري او په نړيواله ټولنه کې عادلانه
ځای خپل کړي.
وانګ يي زياته کړه، چې د افغانستان لنډ مهالي حکومت د حالاتو د
ثابتولو په برخه کې ګڼ اقدامات غوره کړي او برياليتوبونه يې هم ترلاسه کړي
دي.
نوموړي په عين وخت کې دا هم وويل، چې نړيواله ټولنه د افغانستان د لنډمهاله
حکومت کړنې څاري او د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو په ګډون نړيواله ټولنه هيلې او
اميدونه لري، چې د افغانستان لنډمهالی حکومت به د ملي روغې جوړې د پرمخبېولو، د يوه
ټولشموله حکومت د جوړولو، د ښځو د کار کولو حق او د ماشومانو د ښوونې حق د ساتلو او
په تېره بيا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې لا کلکه رويه غوره او لا زيات
برياليتوبونه رامنځته کړي او د يادو مسئلو حل لا هم د افغانستان لنډمهالي حکومت نه
ستومانه کېدونکو کوښښونو ته اړتيا لري.
نوموړي وويل، که د افغانستان لنډمهاله
حکومت يادې مسئلې تر غور لاندې ونيسي او اړين اقدامات ترسره کړي، نو هرو مرو به په
رسميت پېژندل کیږي.
وانګ يې هيله وښوده، چې د افغانستان لنډمهالی حکومت يادې
موخې پوره او پر له پسې ګامونه پورته او جدي کوښښونه وکړي او نړيوالې ټولنې ته
قناعت ورکړي.
(خبرياله: شکريه)