د امنيت په اړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ نظر د افغانستان مسئلې د حلولو لپاره لارښوونکی رول لوبوي
CMG2022/04/01 19:23:03
شريکول:

د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو درېيمه غونډه د مارچ پر ۳۱مه نېټه د چين د ان هوې ولايت په تون شي کې تر سره شوه. د چين، ايران، پاکستان، روسيې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په شمول د اوو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او عالي رتبه استازو په کښې ګډون درلود. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دغه غونډه کې يوه کتبي وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، چې افغانستان د دغې غونډې د ګډون کوونکو هېوادونو ګاونډی او ملګری دی. بېلا بېلې خواوې د غرونو او سيندونو له لارې نښلول شوې دي او ګډ برخليک لري. د افغانستان سوله، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا نه يوازې د افغانانو ګډه هيله ده، بلکې د دې سيمې او حتی د ټولې نړۍ له ګډو ګټو سره سمون خوري. له دغه وينا څخه د امنيت په اړه د شي جين پينګ ګډ، جامع، همکاريز او دواملرونکی نظر څرګندېږي، چې دا د افغانستان مسئلې د حلولو په بهير کې لارښوونکی رول لوبوي.

برخوالو خواوو په دغه غونډه کې د افغانستان د وضعيت او له افغانستان سره د همکارۍ په برخو کې د نظريو ژورې تبادلې وکړې او ( د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د درېيمې غونډې ګډه اعلاميه) او ( د افغانستان د اقتصاد له بيا رغونې او مؤثرې همکارۍ څخه د ملاتړ په باب د ګاونډيو هېوادونو د تون شي وړانديز) په شمول يې دوه سندونه لاسليک کړي دي. له دغو دوو سندونو څخه د ګډون کوونکو هېوادونو ګډ سياسي دريځ څرګندېږي او له مخې به يې اړوند هېوادونه د بشري مرستې، متقابل پيوستون، اقتصاد او سوداګرۍ، کرنې، انرژۍ، برېښنا او د توان د لوړتيا په برخو کې له افغانستان سره مؤثرې مرستې وکړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي د روانې مياشتې پر ۳۱مه نېټه د چين د ميډيا ګروپ له خبريالې سره د مرکې په ترڅ کې د افغانستان مسئلې د حلولو او د افغانستان د اوسنيو بحرانونو د ليرې کولو لپاره د چين له کوښښونو څخه مننه څرګنده کړه او د دغې غونډې مثبت رول يې ومنی. نوموړي وويل، چې اړوندې غونډې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د نظريو د تبادلې لپاره ښه فرصتونه دي. هيله لري، چې په راتلونکې کې دغه شان غونډې زياتې شي، څو افغانستان په کښې له بېلا بېلو خواوو سره ښه تماس ونيسي او لا زياتې لاسته راوړنې ولري. د افغانستان وضيعت د ثابتوالي په حال کې دی. افغانستان هيله لري، چې د منځنۍ اسيا او جنوبي اسيا د پيوستون او تګ راتګ لپاره د پل او محور رول ولوبوي. اړوندې غونډې به نه يوازې د افغانستان د بيا رغونې په باره کې، بلکې د اقتصاد، سياست او د ولسي ژوند په برخو کې مثبت رول ولوبوي.

په عين وخت کې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د دغې غونډې له پای ته رسېدو نه وروسته په يوه خبري ناسته کې د بېلا بېلو خواوو لخوا تر لاسه شوې لاسته راوړنې له رسنیو سره شرکي کړي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ، چې د افغانستان مسئلې په باب يو لړ غونډې له دغه هېواد سره د ګاونډيو هېوادونو د مرستو د پياوړتيا لپاره مهم تدبيرونه دي او د تودو نړيوالو مسئلو د حلولو په موخه د عمومي او جامعې لارې د پيدا کولو لپاره ګټور کوښښونه هم دي. باور لري، چې د بېلا بېلو خواوو د ګډو کوښښونو په رڼا کې به د افغانستان راتلونکې روښانه شي او د افغانستان د بېلا بېلو قومونو د خلکو ښايسته اميدونه به تر سره شي. افغانستان به د اسيا د مهم او برابر غړي په توګه صحنې ته بيا راستون شي.

د اوسنۍ نړۍ په کتو، په اروپا کې جنګي اور بيا بل شوی، نړيوال امنيت د روسيې او اوکراين ترمنځ د جګړې له ګواښ سره مخامخ دی، په ټوله نړۍ کې د سوداګرۍ ساتونکې او د سړې جګړې د مفکورې څپې بيا پورته شوې او د لويو هېوادونو ترمنځ اړيکې هم له سختو ننګونو سره مخامخ دي. نړيواله ټولنه په دې تمه ده، چې د دايمې سولې او عام امنيت په لور سمه لار راپيدا شي. دغه راز، د امنيت په اړه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ګډ، جامع، همکاريز او دواملرونکی نظر د نړۍ لخوا منل شوی دی او د نړيوالې سولې د ساتلو لپاره يې چيني لايحې برابرې کړې دي. چين همېشه د دغه نظر تر مشرۍ لاندې د يو مسؤلانه هېواد په توګه د بېلا بېلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو او مشورو لپاره صحنه او زمينه برابروي، تل د سوله ييز پرمختګ او ګډو ګټو او همکاريو په باب د بشريت د ګډ برخليک ټولنې په فکر ټينګار کوي او د تودو نړيوالو مسئلو د حلولو لپاره مثبت رول لوبوي.

ليکواله: د چين ميډيا ګروپ خبرياله، غوټۍ