د مالويناس په جګړه کې برخوالو ارجنټايني سرتيرو د جګړې دردمند خاطرات بيان کړل
CMG2022/04/02 23:36:09
شريکول:

د ارجنټاين مالويناس ټاپوګانې له ۱۹مې پېړۍ راپه دې خوا د بريتانيا له خوا نيول شوی. ارجنټاين د ۱۹۸۲م کال د اپريل پر دوهمه نېټه د دغو ټاپوګانو د حاکميت د دوباره تر لاسه کولو لپاره له بريتانيا سره جګړه وکړل، خو دغه ۷۴ ورځنۍ جګړه د برتانیې په بریا پای ته ورسېدل. نننۍ ورځ يعنې د ۲۰۲۲م کال د اپريل دوهمه نېټه د نوموړې جګړې د پېښېدو له ۴۰مې کليزې سره برابره ده. د دې جګړې ځينو برخوالو ارجنټايني سرتيرو په همدې ورځ د ارجنټاين د تقاعدو عسکرو په ټولنې کې د دې جګړې په اړه خپل دردمند خاطرات بيان کړل.

د ارجنټاين د تقاعدو عسکرو ټولنې سيکرتر جون کارلوس سوسا وويل، چې دغه متروپل هېوادونه باداري غوښتوونکي دي او د نورو هېوادونو خلکو او ملي حاکميت په پام کې نه نيسي او يوازې د نورو هېوادونو د ځمکو له نيولو سره علاقه لري.

د ارجنټاين حکومت او خلکو له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې په زياتو غونډو کې د مالويناس ټاپوګانو د ملي حاکميت ادعا کړې او له بريتانيا څخه يې غوښتي، چې د خبرو اترو ميز ته بېرته کښيني.