په ګرده نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۸۶ ميليونو، ۷۶۱ زرو او ۵۹۷ ته رسېدلی دی
CMG2022/04/02 10:51:27
شريکول:

روغتيا نړيوال سازمان د اپريل په لومړۍ نېټه يو نوی راپور خپور کړ، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا پر ځايي‌ وخت د اپريل د لومړۍ نېټې د مازديګر تر ۴ بجو او ۵۹ دقيقو پورې، په  ټوله نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر تر یوې ورځې مخکې ۱ ميلیونه، ۳۹۱ زره او ۸۱۳ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۸۶ ميليونو، ۷۶۱ زرو او ۵۹۷ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دې وبا له امله د مړينې شمېر ۴۳۶۷ زيات شوی او عمومي شمېر يې ۶ ميليونو، ۱۴۲ زرو او ۷۳۵ ته رسېدلی دی.(فرشته)