روسیې څو څو ځلې په اوکراين کې د امريکا د بيولوژيکي لابراتوارونو د جوړولو شواهد ورکړي دي
CMG2022/04/02 10:52:41
شريکول:

روسيې په دې  وروستیو کې څو څو ځلې په اعلاميو کې ويلي، چې په اوکراين کې د امریکا بيولوژيکي پوځي عمليات د بيولوژيکو وسلو د ممنوعيت له تړون سره په ټکر کې دي. د روسيې په شاوخوا کې د امريکا لابراتوارونه د بيولوژيکي جنګ لپاره جوړ شوي دي. اوس ډېر شواهد شته چې امريکا په پوځي موخه په اوکراين کې بيولوژيکي څېړنې تر سره  کړي، نو هيله ده چې اړوند هېوادونه تړون مراعات کړي او د سرغړونو په اړه پلټنې وکړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي‌ جيان د اپريل په لومړۍ نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې امريکا د بيولوژيکو وسلو د ممنوعيت د تړون لاسليک کوونکی دی، بايد دغه تړون مراعات کړي او نړيوالې ټولنې ته ځواب ورکړي. امریکا په نړۍ کې تر ټولو زيات بيولوژيکي پوځي عمليات لري او يوازينی هېواد دی، چې د څواړخيزو پلټنو د ميکانيزم له جوړولو سره مخالفت کوي. نړیواله ټولنه دا حق لري، چې د امريکا د بيولوژيکو پوځي عملياتو په اړه شکونه  ولري.