د چين او اذربايجان مشرانو يو بل ته د خپلمنځي ډيپلوماتيکو اړيکو ټينګېدو د ۳۰ مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه وليږل
CMG2022/04/02 15:35:03
شريکول:

 

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د اذربايجان ولسمشر الهام اليف د اپريل په ۲مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو د ۳۰ مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه وليږل.

 

شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې دواړو هېوادونو له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د خپلمنځي اړيکو سالم او ثابت پرمختګ کړی، متقابل سياسي اعتماد يې ژور کړی، په بېلا بېلو برخو کې يې همکارۍ پياوړې او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې يې همغږي کړې ده. دواړو خواوو له کرونا وبا وروسته يو له بل سره مرستې کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو دوديزه دوستي يې څرګنده کړې ده.

 

اليف په خپل پيغام کې ويلي، چې اذربايجان د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد څخه ملاتړ کوي او باور لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې به لا ټينګې شي او خلک به ترې ګټې واخلي.