شي جين پينګ د اروپايي شورا له مشر ميشل او د اروپايي ټولنې د کمېسيون له رئيسې وان دير لين سره انلاين ليدنه وکړه
CMG2022/04/02 10:54:47
شريکول:

د اپريل د لومړۍ نېټې  په ماښام د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ويډيو له لارې په بېجينګ کې د اروپايي  شورا له رئيس چارليس ميشل او د اروپايي ټولنې د کمېسيون له رئيسې وان دير لين سره  وکتل.

شي جين پينګ په  اوسنيو حالاتو کې د اوکراين د کشالې د حل په اړه څو نظريات څرګند کړل:

لومړی، موږ باید د  سوله ييزو خبرو اترو په هڅولو ټینګار  وکړو.

دوهم، د لا سخت بشري  ناورین مخنیوی وکړو.

دریم، د اروپا او اسیا په لویو وچو کې دې دايمي سوله  رامنځته کړو.

څلورم، د سیمه ییزو  شخړو د پراخېدو مخه  ونیسو.

دری واړو مشرانو باور  څرګند کړ، چې دغه ليدنه ازاده، ښکاره او ژوره وه، چې  متقابل تفاهم يې پياوړی کړ او ډېرو موافقو ته ورسېدل. دوی پرېکړه وکړه، چې د خپلمنځي اړيکو پياوړتيا، همغږۍ او  همکارۍ ته ادامه ورکړي. (خبرياله:  شکريه)