د امریکې تش په نوم د ډيموکراسۍ ملي صندوق بیخي بې ځایه دی
CMG2022/04/02 15:25:23
شريکول:

د امریکې تش په نوم د ډیموکراسۍ ملی صندوق( NED)مشر دامون ویلسون څو ورځې مخکې د یوه پلاوي په مشرۍ تایوان ته ناڅاپه سفر وکړ، هلته يې په ټوله نړۍ کې د رنګي انقلابونو هڅه وکړه او ادعا يې کړې، چې په راتلونکې اکتوبر میاشت کې به په تایوان کې تش په نوم نړیوال ډيموکراسۍ غورځنګ ترسره شي. دغه بدنامه سازمان   د ډيموکراسۍ په نوم  د رنګي انقلاب د راپارولو بې ځايه هڅه کړې، خبرې او عملونه يې ډېر لیوني دي، او خامخا به له سختې ناکامۍ سره مخ شي!

ان يي دي دغه غیرحکومتي سازمان د امریکا حکومت په پانګونې جوړ شوی او له جوړېدو راهيسې تل د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې په لاسوهنو او د نورو هېوادونو قانوني حکومتونو په رانسکورولو بوخت دی. د دې سازمان لومړي سرپرست رئيس الن وینستان په خلاصه توګه دا منلې، چې زموږ اوسني کارونه د امریکې د مرکزي استخابارتي ادارې ۲۵ کاله مخکې په پټ ډول ترسر کړي وو. نو دغه سازمان د امریکې دوهم مرکزي استخابارتي اداره بلل کېږي.

دغه سازمان په منځنۍ اسیا، شمالي افریقا، ختیځې اروپا او لاتینې امریکا کې په ډېرو ځایونو کې له رنګي انقلابونو سره تور لاس لري. برسيره پر دې،  په چین کې دغه سازمان له څو کلونو راهیسې له چين څخه د هانکانګ، تایوان او شي ځانګ له بیلتون غوښتونکو ځواکونو څخه ملاتړ کړی. یوازې په ۲۰۲۰ کال کې یې له ۷۰ هغو پروژو څه باندې لس میلیونو ډالرو مالي مرستې کړې د چين پر سياسي او ټولنيز ثبات د ویجاړولو په موخه وو.

د امریکې دغه سازمان د خپلو زیاتو بدو کړنو له امله د ډېرو هېوادونو لخوا رد او بند شوی دی. روسيې په ۲۰۱۵م کال کې اعلان وکړ، چې ان يي دي نه هر کلی کېږي. په ۲۰۱۹م کال کې دغه سازمان په هانکانګ کې د تور تاوتریخوالي د طرحه او لمسوونې له امله د چین د حکومت لخوا بند شوی دی.

اوسمهال دغه سازمان بیا د تایوان په کارولو سره چین ته ګواښ رسوي. تایوان په ۲۰۰۳م کال کې د دغه سازمان تر هڅونې لاندې د تایوان تش په نوم ډيموکراتیک صندوق جوړ کړ او ور پسې دواړو خواوو تماسونه ساتلي. د تېر کال په پای کې په امریکا کې د تش په نوم ډيموکراسۍ سرمشریزه غونډه ناکامه شوه، بیا وروسته د امریکې دغه ان يي دي سازمان د سياسي تور لاس په توګه اعلان کړی، چې د تایوان له ديموکراتیک صندوق سره به د تش په نوم د نړۍ ډیموکراتیکه غونډه جوړه کړي. خو رښتينې موخه يې د چین جلا کول دي. د تایوان انټرنيټ استعمالوونکي په دې ښه پوهېږي او په کومنټوڼو کې يې په اشاري ويلي، چې د امریکې دغه سازمان بیا پر تایوان لوبه کوي، دغه سازمان به بیا ګټه واخلي.

په حقیقت کې د امریکې ان يي دي سازمان د ډيموکراسۍ په اړه د خبرو کولو هېڅ حق نه لري. په ۲۰۲۱م کال کې د سويډن فکري مرکز امریکا په هغه لیست کې شامل کړ چې ډيموکراتیک حالت يې شا ته تللی. د سروې له مخې، په سلو کې ۸۱ امریکایان نظر لري، چې په امریکا کې ډيموکراسي له سختو ګواښونو سره مخ ده.

د تايوان مسئله د چين له اصلي ګټو سره اندېښمنه ده او د يو چين د پېژندلو اصول د چين او امريکا د اړيکو سياسي بنسټ دی. د امریکا مشرانو څو ځلې د یو چین د پېژندلو پر اصولو د ټينګار او له چین څخه د تایوان د بېلتون له ځواک د نه ملاتړ ژمنې کړې دي. د ان يي دي سازمان تایوان ته د ناڅاپه سفر اړوندې کړنې د امریکې حکومت له ژمنې څخه سرغړونه ده.