د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اپريل په لومړۍ نېټه وويل، چې چين د خليج همکارۍ سازمان هرکلی کوي چې د يمن په اړه یې غونډه جوړه کړه.
نوموړي وويل، چې چين له خليج همکارۍ سازمان څخه ملاتړ کوي، چې د يمن د وضعيت ارامولو او د يمن د مسئلې سياسي حل لپاره هڅې کوي. هيله ده چې په يمن کې امنيت او ثبات ژر تر ژره راشي.
د خليج همکارۍ سازمان لخوا د يمن په اړه غونډه د مارچ په ۲۹مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې پرانيستل شوه. د يادې غونډې موخه دا ده، چې د يمن د مسئلې د سياسي حل د پرمختګ لپاره ډيالوګ جوړ کړي. (فرشته)