د اټومي انرژۍ  نړيوالې ايجنسۍ مشر رافايل ګروسي د اپرېل په لومړۍ نېټه ويلي، چې هغه به په نږدې  راتلونکې کې د اوکراين د چېرنوبل اټومي بټۍ ته يوه مرستندويه ډله واستوي. اوس روسیې  او اوکراین تایید کړې، چې ټول روسي ځواکونه د چېرنوبل اټومي بټۍ څخه وتلي دي. ګروسي  وویل، چې روسیې له اټومي بټۍ څخه د خپلو ځواکونو د وتلو لامل هغوی ته نه دی  ويلی او ايجنسي  یې لا هم هغه راپور نه شي تاييدولی، چې روسي سرتیري د چېرنوبل په سیمه کې له ګڼو  اټومي وړانګو سره مخ شوي. اوس د چېرنوبل اټومي  برېښناکوټ په شاوخوا سیمه کې د وړانګو کچه عادي شوې ده. دغه اېجنسي به اوکراین ته نورې  مرستندویه ډلې هم واستوي چې په دغه هېواد کې د اټومي تاسیساتو په خوندي کولو کې  مرسته وکړي.
د اوکراین د ولسمشر دفتر مرستیال مشر تيموشنکو په همدې ورځ وویل، چې اوکراین او روسیې په همدې ورځ یو ځل بیا بندیان تبادله کړي، او د ۱۵ ښځو په ګډون ۸۶ اوکراينيان خوشې شوي دي. (خبرياله: شکريه)