په بېجينګ کې د چين د توليدي چارو د امنيت غونډه تر سره شوه
CMG2022/04/02 23:38:41
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ختيځ هوايي شرکت د MU5735 نمبر الوتکې د لويدو له پېښې وروسته د ورک شويو کسانو د لټون او ژغورلو عاجل امر کړی او د پېښې ځای ته  يې د اړوندو چارو د لارښوونې مسئول وليږه. نوموړي د مارچ پر ۲۴مه نېټه په ځانګړي توګه د توليدي چارو د خونديتوب په اړه امر ورکړ او په ۳۱مه نېټه يې د يادې پېښې د حل د وضعيت په اړه يوه غونډه تر سره کړه او د راتلونکو اقداماتو د ترتيب په اړه يې يوه مهمه وينا وکړه.

د شي جين پينګ د دغو جدي امرونو د بشپړ تطبيق لپاره د دغه هېواد د توليدي امنيت يوه غونډه په دې وروستيو کې په بېجينګ کې تر سره شوه. په دې غونډه کې د توليدي چارو د امنيت په اړه ترتيبات ونیول شول او د توليد د امنيت په برخه کې د لويو پېښو د مخنيوي لپاره ۱۵ اقدامات وړاندې شول.