شي جين پينګ: چين او اروپا بايد د نړۍ خړپړو حالاتو ته ثابت قوت برابر کړي
CMG2022/04/02 16:07:10
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل د لومړۍ نېټې په ماسپښین له بېجينګ څخه په انلاين ډول د اروپا شورا د رئيس چارليس ميچيل او د اروپايي ټولنې د کميټې له رئيسې ورسولا ون ډير لين سره   ولیدل.

په دې کتنه کې شي جين پينګ  وویل، چې اته کاله مخکې مې د اروپايي ټولنې له عمومي مقر څخه ليدنه وکړه او  وړاندیز مې وکړ، چې چين غواړي له اروپا سره يو ځای د اسيا او اروپا تر منځ د دوستۍ او همکارۍ پل جوړ کړي، د چين او اروپا د سولې، پرمختګ، اصلاحاتو او تمدنونو دوستانه اړيکې ټينګې کړي او د دواړو خواوو هراړخيزې ستراتيژيکې دوستانه اړيکې جوړې کړي، چې په ټوله نړۍ  ولري. ده ټینګار وکړ، چې چین لا هم همدا هیله لري او په اوسنيو حالاتو کې لا زيات اهميت لري.

ولسمشر شي زیاته کړه، چې اوسمهال کرونا وبا لا د خپرېدو په حال کې  ده، د نړيوال اقتصاد د احيا کېدو پروسه مشکله ده او د اوکراين کړکيچ روان دی.  چين او اروپا بايد د خپلمنځي اړيکو او د نړۍ او سولې او پرمختګ په هکله همغږۍ پياوړې کړي تر څو د نړۍ خړپړو حالاتو ته ثابت قوت برابر کړي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې له تېر کال راهيسې، د چين او اروپا په اړيکو کې نوی پرمختګ رامنځته  شوی او نوې لاسته راوړنې يې تر لاسه کړې دي. له حقيقتونو څخه  ښکاري، چې چين او اروپا لا پراخې ګډې ګټې او د همکاريو ټينګ بنسټ لري، يوازې د همکارۍ او همغږۍ له لارې اړوندې مسئلې حل کيږي. چين له اروپا سره ثابتې او دايمي تګلارې غوره کوي او هیله لري، چې اروپا په خپلواکه توګه د چين په هکله تګلاره غوره کړي او له چين سره يو ځای د خپلمنخي اړيکو ټينګښت وهڅوي .