د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د چین په ګډون د ۶۶ هېوادونو نوی وړاندیز تصویب کړ
CMG2022/04/03 14:36:06
شريکول:

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۹مې غونډې د اپريل په لومړۍ نېټه د چين په شمول د ۶۶ هېوادونو هغه پريکړه ليک، چې د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو خونديتوب او پرمختګ او د نابرابرۍ لېري کول وه، تصويب کړی دی.

پاکستان، کيوبا، ونزويلا، اندونيزيا، ماليزيا او بوليوی په شمول د پرمختيايي هېوادونو استازو په خپلو ويناوو کې وویل،‌ چې د کرونا وبا له امله اوسنۍ نابرابرۍ نورې سختې شوې او پر اقتصادي،‌ ټولنيزو او کلتوري حقونو باندې يې منفي اغېزې لګول شوي، چې په کښې پرمختيايي او وروسته پاتې هېوادونه تر ټولو زیات اغېزمن شوې.

د چين استازي وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقونو د خونديتوب او پرمختګ لپاره هڅه وکړي. د بشري حقونو شورا بايد د بېلابېلو هېوادونو، په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو غږونه واوري او د بېلابېلو هېوادونو د خلکو غوښتنو او هيلو ته ځوابونه ورکړي،‌ څو دوی له اړوندو حقونو څخه برخمن شي او نابرابري لېري شي.