په ارجنټاين کې د مالويناس جګړې د ۴۰مې کليزې د يادونې مراسم تر سره شول
CMG2022/04/03 14:36:09
شريکول:

د اپريل پر دوهمې نېټې د ارجنټاين په زياتو سيمو کې د مالويناس ټاپوګانو جګړې د ۴۰مې کليزې د يادونې په مناسبت فعاليتونه تر سره شول. د دغه هېواد ولسمشر البيرتو فيرنانديز په همدې ورځ د پلازمينې بوينس ايرس په يوه موزيم کې د نوموړې جګړې د يادونې په اړه مراسم تر سره کړل او په خپله وينا کې يې د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت پر ادعا ټینګار وکړ.

د بوليوي د پخواني ولسمشر ايفو موراليس، د يوراګوي د پخواني ولسمشر جوسي موجيقا، په ارجنټاين کې د چين او ځينو هېوادونو د ډيپلوماتانو او د مالويناس ټاپوګانو په جګړه کې د وژل شويو سرتيرو خپلوانو او برخوالو عسکرو په شمول نژدې زر تنو په دغو مراسمو کې ګډون درلود.

ولسمشر فيرنانديز مراسمو ته وينا کې وويل، چې ارجنټاين به د نړيوالو قوانينو تر چوکاټ لاندې د خبرو اترو له لارې د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت په اړه د جنجال د سوله ييز حل لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي او د بريتانيا له حکومت څخه يې وغوښتل، چې د ملګرو ملتونو د ۲۰۶۵م پريکړه ليک وفا وکړي. نوموړي زياته کړه، چې بريتانيا بايد ژر تر ژره په دغه سيمه کې دايمي پوځي موجوديت منحل کړي او د سيمه ييزې سولې او نړيوال وضعيت ناارام عوامل دې ليري کړي.