د چین د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اپريل پر ۲مه نېټه د دې هېواد د انهوی ولايت په تونشي سيمه کې د تايلند له مرستيال صدراعظم او بهرنيو چارو وزير ډون پرامودوينای سره خبرې اترې وکړې.
وانګ يي وويل، چې سږکال د چين او تايلند ترمنځ د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړیکو د ټینګېدو لسمه کليزه ده. دواړه خواوې بايد د يو کمربند او يوې لارې د همکاریو د پلان په اړه سلامشورې ژر تر سره کړي، د سيمې د هراړخيزو اقتصادي همکاريزو اړيکو تړون يعنې رسيپ تړون (RCEP) په تطبيق سره دې د دواړو خواوو د سوداګريزو همکاريو پټ توان راژوندی کړي، د الکترونيکي تېکنالوژۍ، ډيجټلي اقتصاد او نوې انرژۍ په برخو کې دې همکارۍ پراخې کړي.
ډون وويل، چې تايلند غواړي له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته ابادۍ لپاره هڅه وکړي او په نړيوال پرمختګ واړنديز کې فعال ګډون وکړي.