د چين او اروپا د اړيکو ټينګښت د نړيوال نا څرګند حالت سره مقابله ده
CMG2022/04/03 14:43:17
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اپريل په لومړۍ نېټه په بېجینګ کې په انلاين ډول د اروپايي شورا له رئيس چارليس ميشل او د اروپايي ټولنې د کمېسيون له رئيسې يورسولا ون دير لين سره د کتنې په وخت کې وويل چې چين او اروپا بايد د نړۍ د سولې د ساتلو لپاره دوه ستر قوتونه وي او د چين او اروپا د اړيکو په ټينګښت سره د نړيوالو حالاتو ناڅرګندتيا ته ځواب ووايي.

    دا له نژدې دوو کلونو راهیسې د چين او اروپا د مشرانو تر منځ دوهمه انلاين غونډه ده او دا هم يوه صادقانه او ژوره تبادله ده. دواړو خواوو نه يوازې خپلمنځي تفاهم پياوړی کړی، بلکې زياتې موافقې ته رسېدلي چې نړۍ ته يې په ګډه د سولې د ټينګښت او پرمختګ د هڅولو لپاره مهم سيګنال لېږلی دی. د کرونا وبا او سیمه يیزو شخړو په وړاندې دا ډول سیګنال ډېر مهم دی.

سوله د پرمختګ لپاره اساسي شرط دی. د اوکراین د کړکېچ په درشل کې، چین او اروپا د سولې لپاره ګډې غوښتنې لري. په تيره بيا اروپا په دې اړه تر ټولو ژور احساس کړی، چې د اوکراین د کړکېچ سوله يیز حل د اروپا له بنسټیزو ګټو سره سمون لري. په ياده ويډيويي غونډه کې رئيس شي جين پينګ يو ځل بيا د اوکراين د کړکېچ د حل په اړه څلور نظريات وړاندې کړل. هغه وويل چې موږ بايد پر سوله ييزو خبرو اترو ټينګار وکړو، د پراخو بشري بحرانونو مخه دې ونيسو، په اروپا او د اسیا او اروپا په وچو کې دې تلپاتې سوله رامنځته کړو او د سیمه ییزو شخړو د زیاتېدو مخه دې ونیسو.

   دغه څلور نظريات نه يوازې د اوسنۍ شخړې په ختمولو تمرکز کوي، بلکې د اروپا د اوږدمهاله امنيت او د نړيوالو حالاتو د ثبات په اړه هم تمرکز کوي چې د اوکراين مسئلې په اړه د چين اصلي دريځ څرګندوي. د نړۍ د دوو سترو بازارونو په توګه، د چين او اروپا ترمنځ پرانيستې همکاري به د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا لپاره نور باثباته عوامل رامنځته کړي. وروسته له دې چې چين په ۲۰۲۰م کال کې د لومړي ځل لپاره د اروپايي ټولنې تر ټولو لوی سوداګريز ملګری شو، په ۲۰۲۱م کال کې د چين او اروپايي ټولنې ترمنځ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۸۲۸.۱ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۰م کال په پرتله ۲۷.۵ سلنه زيات شوی چې يو ريکارډ يې جوړ کړی دی. لکه څنګه چې د اروپايي ټولنې مشرانو اشاره وکړه، " له اوږدې مودې راهیسې د اروپايي ټولنې او چين اړيکې په متقابله توګه ګټورې او بريالۍ وې."

اروپايي مشرانو د رئيس شي جين پينګ وړانديز ته مثبت ځواب ورکړ او په بېلا بېلو ساحو کې يې له چين سره د ژورو همکاريو د دوام او د نړۍ د سولې، اقتصادي ودې او ګډې سمسورتيا د پرمخبيولو لپاره د کوښښونو په اړه خپله لېوالتيا څرګنده کړه. چين او اروپايي ټولنه د اوکراين د مسئلې په اړه يوې مهمې ګډې نظريې ته رسېدلي دي چې د سوله ييز ډيالوګ او ديپلوماتيکو طریقو له لارې دې دغه مسئله حل کړي. په عين وخت کې دواړو خواوو دا هم ویلي چې د نوۍ سړې جګړې، د نړۍ د بېلتون او د ډله يیزې شخړې د مخنیوي لپاره باید ګډې هڅې وشي.