د مالويناس ټاپوګانو مسئله د بريتانيا ناوړ استعماري فکر انعکاس کوي
CMG2022/04/03 12:23:10
شريکول:

د سږ کال د اپريل دوهمه نېټه د مالويناس جګړې د پېښېدو له ۴۰مې کليزې سره برابره وه. ارجنټاين  ۴۰ کاله مخکې پر همدې نېټې د استعمارګر له لاس څخه د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت د بېرته تر لاسه کولو لپاره له بريتانيا سره جګړه پيل کړل، خو دغه ۷۴ ورځنۍ جګړه د ارجنټاين په ماتې پای ته ورسېده. بريتانيا د خپل استعماري ميراث لپاره د نور هېواد ځمکې نيولې او ارجنټاينيانو او حتی د لاتيني امريکا خلکو ته يې لوی زيانونه رسولي دي.

د مالويناس مسئلې اصلي بڼه د استعماري تاريخ پاتې مسئله ده. د ملګرو ملتونو د استعمار د مخنيوي کمېټې په څه باندې ۳۰ ځلو د پريکړه ليکونو له لارې د بريتانيا له حکومت څخه غوښتنه کړې، چې له ارجنټاين سره د خبرو اترو له لارې شخړه حل کړي. بريتانيا دغه غوښتنه رد کړې.

د ارجنټاين حکومت او خلکو له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې په زياتو غونډو کې د مالويناس ټاپوګانو د ملي حاکميت ادعا کړې او له بريتانيا څخه يې غوښتي، چې د خبرو اترو ميز ته بېرته کښيني. د چين په شمول زياتو هېوادونو د مالويناس ټاپوګانو د حاکميت په اړه د ارجنټاين له ادعا څخه څرګند ملاتړ کوي او له بريتانيا څخه غوښتي، چې د ملګرو ملتونو اړوند پريکړه ليکونه پلي کړي او د شخړې د سوله ييز حل لپاره ژر تر ژره خبرې اترې بيا پيل کړي.

بريتانيا پر مالويناس ټاپوګانو د خپل تسلط د ټينګولو لپاره ګامونه پورته کړي او د سږ کال په جنورۍ کې يې په دغو ټاپوګانو کې د هوايي دفاع نظامي وسلې ځای پر ځای کړي دي. د بريتانيا دغه عمل د ملګرو ملتونو له اړوندو پريکړه ليکونو څخه څرګنده سرغړونه ده او د ارجنټاينيانو دردمند داغ يې بيا تازه کړ.

د بريتانيا دغه کړنې ښيي، چې د دغه هېواد فکر لا هم په استعماري زمانه کې پاتې دی او د پرمختيايي هېوادونو ملي حاکميت يې له پامه غورځولی دی. د مالويناس ټاپوګانو مسئله نه يوازې د ارجنټاين کورنۍ مسئله ده، بلکې د سيمې او نړۍ مسئله هم بلل کيږي. بېلا بېل هېوادونه بايد د ارجنټاين په خاوره کې د بريتانيا له استعماري کړنو سره مخالفت وکړي.