د هند او نيپال ترمنځ د لومړی مسافر وړونکی رېل پټلی پرانيستل شو
CMG2022/04/03 14:38:29
شريکول:

د هند صدراعظم نارندرا مودي د اپريل پر ۲مه نېټه د نيپال له صدراعظم شير بحادور ديوبا سره يو ځای اعلان کړل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړی مسافر وړونکی رېل پټلی پرانيستل شو.

د هندي رسنيو د خبر له مخې، ياد پټلی ۳۵ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د هند د بيهار ايالت له جايناګار سیمې څخه د نيپال تر غورټا پورې رسیږي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت د خبر له مخې، مودي او ديوبا په همدې ورځ د سياست، اقتصاد، سوداګرۍ،‌ انرژۍ، امنيت او پرمختګ په اړه پراخې او مثبتې خبرې اترې تر سره کړې. د دواړو هېوادونو ترمنځ‌ اړيکې د هند د هغې پاليسۍ يوه ښه بېلګه ده، چې ګاونډیو هېوادونو ته امتياز ورکوي.